وانګ يي د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ په عادي مباحثه کې ګډون وکړ
CGTN2024/09/30 10:59:00
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۸مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ په عادي مباحثه کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د چين د رئيس شي جين پينګ هغې تکراري خبرې ته اشاره کړې، چې د ملګرو ملتونو رول بايد پياوړی شي او  کوم هېواد یې باید د کمزورېدو هڅې ونه کړي.

وانګ یي اوسنۍ نړۍ د لوی بدلون په حال کې بللې او  له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې تلپاتې ثبات دې وساتي،ګډه سمسورتيا دې ومومي، يو د بل له تمدنونو څخه دې زده کړه وکړي او په ګډه سره دې نړيواله اداره وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو  کې د اوکراين،‌ فلسطين، افغانستان او د کوريا ټاپووزمې او څو نورو مسئلو په اړه د چین دريځ څرګند کړی او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا غوښتنه يې کړې ده.