د چين د رېل پټلۍ اوږدوالی ۱۶۰ زرو کيلومترو ته رسېدلی او د چتک اورګاډي پټلۍ اوږدوالی يې ۴۶ زره کيلو متره ښودل شوی دی
۷۵ کاله مخکې د چين د عادي پټلۍ اوږدوالی ۲۱ زرو کيلومتره ته رسېده، خو اوس پکې د چټک اورګاډي پټلۍ غځيدلي، چې ډېرو خلکو ته يې د سفر اسانتياوې برابرې کړې دي.
د چين رېل پټلۍ نه يوازې خلکو ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي، بلکې دا چاره یې د عصري کېدو په بهير کې يوه مهمه نښه هم ګرځېدلې ده.
راځئ! د رېل پټلۍ په هندارهکې د چين پرمختګ وګورئ.