د مريخ د اکتشاف په اړه د چين د تيان ون درېیم نمبر دنده به په ۲۰۲۸م کال کې پيل شي
CGTN2024/09/30 15:07:16
شريکول:

د چين د تيان ون درېيم نمبر دندې عمومي ډېزاینر ليو جي جونګ رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د تيان ون درېيمې دندې له مخې به د ۲۰۲۸م کال په شاوخوا کې د مریخ د اکتشافي چارو  په اړه دوه ځلې دندې ترسره کړي او له مريخ څخه به د خاورې نمونې ځمکنۍ کرې ته راوړي.

د معلوماتو له مخې، ياده دنده د مريخ د اکتشاف په اړه د چين دوهمه دنده او لومړنۍ علمي موخه يې دا ده، چې په مريخ کې د ژوند نښې نښانې پيدا کړي.