ليکوال: جان زهرادېل، د اروپايي پارلمان پخوانی غړی دی.
دغه ليکنه د ليکوال نظریات بیانوي او سي جي ټي اېن پرې تبصره نه کوي.
د چین د ولسي جمهوريت تاريخ، په ځانګړي ډول په تېرو ۳۰ يا ۴۰ کلونو کې د بشريت د انکشاف، پرمختګ او برياليتوبونو کيسه ده چې په خورا لنډه موده کې ترلاسه شوي دي.
په ياده موده کې چين پر يوه جيوپوليټيکي طاقت، ستر ټکنالوژيکي هېواد او يوه داسې اقتصادي ځواک بدل شو چې په بشپړه توګه په نړيوال اقتصاد کې مدغم شوی دی.
د چين د سترو لاسته راوړنو له ډلې يوه دا ده چې دغه هېواد په ميليونونو يا ان سلګونو ميليونه خلک له فقر څخه وژغورل. بله مهمه لاسته راوړنه یې د چاپېريال د خونديتوب ده او هغه دا چې چين پر دې پوه دی چې د انرژۍ لګښتونه په ډيريدو دي او ورسره سم د چاپېريال ساتنې ته پاملرنه هم بايد ډيره شي.
په خواشينۍ سره چې موږ په لويديځ کې لا هم چين په ښه ډول نه دی پېژندلی او نه مو د چين باالقوه وړتيا په سمه توګه درک کړې ده. موږ نه پوهيږو چې چين ولې متفاوت سياسي سيستم ته انکشاف ورکړی او ولې متفاوتې جيوپوليټيکي ستراتېژۍ پر مخ بیايي.
زموږ له ډلې ډير لا هم تر سړې جګړې د وروسته زمانې په ذهنيت کې نښتي يو. موږ لا هم نړۍ ته د نوييمې لسيزې د يو قطبي نړۍ په نظر ګورو، حال دا چې اوسنۍ نړۍ له شک پرته څو قطبي ده او په راتلونکې به يې د يوه مهم قطب په توګه د چين موقف لا پياوړی شي.
له همدې کبله زه پر دې باور يم چې د چين په تړاو زموږ ليدلوری بايد بدل شي او هغه ليدلوری چې زه یې وړانديز کوم د (هاه) ليدلوری دی. د (هاه) موخه د سړې جګړې د جنګي ذهنيت، مقابلې او رقابت پر ځای، د همکارۍ، اړيکو او همغږۍ ذهنيت دی.
زه ډيره هيله لرم چې دغه ليدلوری به د لويديځوالو رهبرانو، سياستوالو او پرېکړه کوونکو له لوري لا پسې پياوړی شي. په ورته مهال زه د چين ولسي جمهوريت ته د ښو چارو او په راتلونکې کې د لا ډيرو برياليتوبونو هيله لرم.