چین او امریکا د روغتیايي مکانیزم پر پياوړتیا هوکړه وکړه
CMG2024/10/01 15:11:16
شريکول:

د چين او امريکا روغتيا وزارتونو په دې وروستيو کې په واشنګټن کې پر يو لړ مسئلو خبرې کړي او هوکړه یې کړې، چې د روغتيايي مکانیزم ډيالوګ زیات کړي، د تخنيکي سازمانونو ترمنځ همکاري پياوړې کړي او په څو اړخيزو پلاټفورمونو کې د نړيوالو روغتيايي چارو همغږي پياوړې کړي.

د چين د ملي روغتيا د کمېسيون مرستيال څاو شوي تاو د چين او امريکا ترمنځ د روغتيايي همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو او د نړۍ خلکو د روغتيا او هوساینې لپاره ګټوره بللې ده.

د امريکا د روغتيا او عامه خدمتونو د وزارت مرستيال اندریه پالم هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د سرطان د مخنيوي او درملنې او د تغذيې په برخو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ ژورې کړي.