د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ووجن سرمشریزه به په نومبر کې ترسره شي
CMG2024/10/01 09:53:56
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړيوال کنفرانس د وو جن سرمشريزه به د نومبر له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د چين د جه جیانګ ولايت په ووجن ښار کې ترسره شي.

یاده سرمشریزه به پر هر اړخیزې مصنوعي ځیرکتیا تمرکز ولري او اصلي موضوع به یې په انټرنېټي فضا کې د ګډ برخلیک ټولنې په جوړولو ورټوله وي.

د دغې سرمشریزې په ترڅ کې به د نړیوال پرمختګ د وړاندیزونو او ډيجیټلي اقتصاد په اړه ۲۴ فرعي فورمونه هم ترسره شي او د نړۍ د بېلا بېلو سیمو شخصیتونه به په وو جن ښار کې راغونډ او پر اړوند موضوعاتو به بحثونه وکړي.

دوی به په ګډه له نويو فرصتونو څخه په استفادې د نويو ننګونو پر وړاندې د مقابلې پر لارو چارو خبرې وکړي او د مصنوعي ځيرکتیا د ټېکنالوژۍ په اړه به نظرونه تبادله کړي.