د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ عادي مباحثه د سپتمبر په ۳۰مې نېټې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پای ته ورسېده.
د دغې اسمبلۍ مشر فیلیمون یانګ د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ پر روان تاوتريخوالي اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې ښايي د دغې جګړې لمن د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو ته وغځيږي او په سیمې کې د بلې شخړې د پیلېدو لامل شي.
نوموړي د اسرائیل، حماس او د لبنان حزب الله په ګډون پر ټولو خواوو غږ کړی، چې سمدستي اوربند وکړي او ټول بندیان ژر خوشې کړي.
فيليمون يانګ د نړۍ پر لویو او اغېزمنو هېوادونو هم غږ کړی، چې د جګړې ټولې خواخوې بېړني اوربند او خبرو اترو ته وهڅوي.