د اردن بهرنيو چارو وزير ايمان صفدي د سپتمبر په ۳۰مې نېټې د لبنان له صدراعظم نجيب ميقاتي سره ټلېفوني خبرې کړي او له دغه هېواده يې ټينګ ملاتړ اعلان کړی دی.
نوموړي د لبنان د امنيت، ثبات او ملي حاکميت او د لبنانيانو د خونديتوب ملاتړ کړی او پر دغه هېواد د اسرائيل له تيري سره يې مخالفت څرګند کړی دی.
د اردن بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اردن به تر خپلې وسې پورې له لبنان سره د جګړې د اغېزو د مخنيوي مرستې وکړي او د اوربند په برخه کې به د لبنان د هڅو ملاتړ وکړي.
صفدي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د بيړني اوربند لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۷۰۱م نمبر پرېکړه ليک عملي کړي. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې نړيواله ټولنه بايد د ترينګلي سيمه ييز وضعيت د لا سختوالي د مخنيوي لپاره هراړخيزې هڅې وکړي او پر غزې د تيري کړنې دې پای ته ورسول شي.