د سوريې رسنيو د سپتمبر په ۳۰مې نېټې خبر ورکړی، د اسرائيلي ځواکونو او د لبنان د حزب الله د وسله والو ترمنځ د جګړې د زياتېدو له امله په تېرې يوې اوونۍ کې څه باندې ۱۷۰ زرو کسانو له لبنان څخه سوريې ته پناه وړې ده.
د سوريې وطن ورځپاڼې ويلي، چې دغه هېواد ته په ورغلو کډوالو کې شاوخوا ۵۲ زره لبنانیان او کابو ۱۲۵ زره سوریايان دي.
د تېرې مياشتې په ۳۰مې نېټې شاوخوا ۳۵۰۰ لبنانیان او تر ۱۶۰۰۰ ډېر سوريايان سوریې ته داخل شوي دي.