د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سپتمبر په ۳۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په دې وروستيو کې د پلازمينې کابل په ورڅيرمه او ننګرهار ولايت کې پوځي عمليات ترسره کړي او هغه ترهګر يې نيولي، چې په تېرې مې کې يې په باميان ولايت کې پر بهرنيو سيلانيانو بريد کړی و.
مجاهد ويلي، ځواکونو يې د ترهګرو له پټنځي څخه ګڼ شمېر وسلې او مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.
څو نامالومو وسله والو په تېرې مې کې د باميان ولايت په مرکز باميان ښار کې پر بهرنيو سیلانيانو ډزې وکړې، چې له امله يې څو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
مجاهد ويلي، دغه ترهګر د پاکستان له بلوچستان ايالت څخه کابل ته تللي وو.