مارک روټي د ناټو د سرمنشي په توګه دنده پيل کړه
CMG2024/10/02 10:24:08
شريکول:

د هالنډ پخواني لومړي وزير مارک روټي د جينس ستولتنبيرګ پر ځای د ناټو د سرمنشي په توګه ټاکل شوی او د اکتوبر په لومړۍ نېټې يې رسماً دنده پيل کړې ده.

جينس ستولتنبيرګ لس کال د ناټو د سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه.

د ناټو شورا په همدې ورځ د بېلژيک په پلازمينې بروکسيل کې د ناټو په مقر کې ځانګړې غونډه ترسره کړې، چې په ترڅ کې يې د روټي او ستولتنبيرګ ترمنځ د دندې د سپارلو مراسم ترسره شوي دي.

د ناټو سرمنشي د ماموريت موده ۴ کاله ده او د سازمان د غړو هېوادونو د موافقې له مخې غځېدلی هم شي.