د ايران بهرنيو چارو وزير عباس اراقچي د اکتوبر د ۲مې نېټې په سهار وختي پر ټولنيزو رسنيو اسرائيل ته خبرداری ورکړی، چې د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې يې انتقامي تدبيرونه ونه نيسي.
نوموړي ويلي، د ايران بريدونه او پوځي فعاليت پای ته رسېدلی، خو که اسرائيل يې پر وړاندې بريد وکړي، نو ايران به بیا چوپه خوله کېنني او سخت ځواب به ورکړي.
د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د روانې مياشتې په لومړۍ نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اسرائيل د وروستيو اقداماتو په ځواب کې يې په همدې شپه پر دغه هېواد له ۱۸۰ څخه زيات بالستيک توغندي توغولي دي.