شي جين پينګ د جاپان نوي لومړي وزیر ايشيبا شیګرو ته د مبارکۍ بيغام ولیږه
CMG2024/10/02 11:13:19
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټې ايشيبا شیګرو ته د جاپان د لومړي وزیر د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکې پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ویلي، چین او جاپان ګاونډي هېوادونه دي او ترمنځ يې دوستانه اړیکې، په سوله کې ګډ ژوند، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ او ګډ پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټیزو ګټو سره سمون لري.

شي جين پينګ هیله ښودلې، چې جاپان له چین سره د څلورو سیاسي سندونو اصول او ګډې نظریې مراعات کړي او په ګډه ورسره خپلمنځي ستراتيژيکې اړیکې پرمخبوځي.

د چین صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ اسبا شیګرو ته د مبارکې پيغام لېږلی دی.