د چين او روسيې مشرانو يو بل ته د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2024/10/02 10:40:41
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په دوهمې نېټې يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې چين او روسيې د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵ کلونو راهيسې متقابل سياسي اعتماد ټينګ کړی، همکاريو يې رښتيني برياليتوبونه موندلي، خپلو خلکو ته يې زياتې ګټې رسولي او د برابرۍ او ترتیب په بڼې يې د نړۍ د څو قطبي کېدو او د ګډو ګټو او ټولګډونه اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

نوموړي په پيغام کې د چين او روسيې د اړيکو ټينګښت ته لوړه پاملرنه کړې او هيله يې ښودلې، چې له روسي سیال سره به د دواړو هېوادونو د هراړخيزو همکاريو د پراخوالي لپاره ګډې هڅې وکړي.

پوتين په خپل پيغام کې د روسيې او چين د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې او ويلي يې دي، چې د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ټينګې اړيکې هر وخت ازمويل شوې دي.

نوموړي باور ښودلی، چې د ده او رئيس شي جين پينګ د ګډو هوکړو د تطبيق په رڼا کې به د نوې زمانې لپاره د روسيې او چين د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې لا ټينګې شي، چې په دې سره به د اروپا او اسيا او ګردې نړۍ امنيت او ثبات پياوړی شي.