د نوې څو قطبي نړۍ لپاره د چين دستورالعمل
CMG2024/10/02 15:22:12
شريکول:

په دې کې شک نشته چې موږ او تاسو د نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور روان يو او د افريقا-چين سرمشريزه د دې چلند سمه نښه ده. زه باور لرم چې يادې سرمشريزې نړۍ او نوې څو قطبي نړۍ ته په څو مهمو اړخونو کې د چين چلند نندارې ته وړاندې کړ.

لومړی د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې؛ چين دا مهال په افريقا کې د ټولو هېوادونو تر ټولو لوی سوداګريز شريک دی. د چين او افريقا سوداګريز شراکت د لويديځ او افريقا د سوداګريز شراکت په پرتله خورا ډير لوی دی.

دويم، د مساوي کچې ملګرتيا. لويديځ له افريقايانو او په ټوله کې له وروسته پاتې هېوادونو سره آمرانه چلند کوي چې دغه ډول چلند د افريقايانو نه خوښيږي.

ځينو خلکو خو لا دا هم ويلي چې کله چين له يوه افريقايي ملت سره طرف شي نو يا هوايي ډګر ورته جوړوي يا هم د لمريزې برېښنا پلانټ؛ خو که د امريکا متحد ایالتونه له کوم افريقايي ملت سره طرف وي نو يوازې لکچر ورکوي.

د افريقا – چين ملګرتيا د ولسونو ملګرتيا ده؛ اقتصادي، سياسي او تعليمي ملګرتيا ده. دا ملګرتيا د هر چا خوښه ده او همدا د نوې څو قطبي نړۍ لپاره تر ټولو رښتينی ليدلوری دی.

درېيم؛ چين د نورو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې چلند رامنځته کړ. چين له هر چا سره کار کوي. دوی د افريقا له هر هېواد سره کار کوي او دې ته نه ګوري چې د ياد هېواد سياسي نظام څه ډول دی. چين د نورو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې، د ولسمشرانو له بدلولو او د سياسي نظامونو له بدلولو سره علاقه نه لري بلکې دا هر څه یې د افريقايانو په خپل واک کې ورکړي دي. دا چاره هم ډيره زياته ستايل کېږي.

که خبره سره را ټوله کړو نو؛ د نوې څو قطبي نړۍ لپاره په دستورالعمل کې يو جامع اقتصادي مشارکت، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه او د مختلفو ملتونو تر منځ داسې متقابلې اړيکې شاملې دي چې د يو بل لويوالی او کوچنيوالي يا پياوړتيا او کمزورتيا ته پکې امتیاز نه ورکول کيږي.

ياد دستورالعمل په راتلونکو لسيزو کې په نړۍ کې د سولې د لا ټينګښت، لا ډيرې هوساينې او سمسورتيا سبب کيږي.