اسرائيل پر لبنان د نوي پړاو بريدونه پيل کړي
CMG2024/10/02 10:22:45
شريکول:

د لبنان روغتيا وزارت د اکتوبر د ۲مې نېټې په سهار وختي يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان پر زياتو سيمو بريدونه کړي، چې له امله يې ۵۵ تنه وژل شوي او ۱۵۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر په لومړۍ نېټې د لبنان په پلازمېنې پیروټ هوايي بريدونه کړي او له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

د چين حکومت په لبنان کې ۱۴۶ چيني اتباع او ۵ بهرني تابعيت لرونکي خپلوان يې د اکتوبر په ۲مې نېټې د چيني هوايي شرکت په ځانګړې الوتکې کې وباسلي او بېجينګ ته يې رسولي دي.

ټول هغه چينايان، چې له لبنان څخه د وتلو هيله يې درلوده، له دغه هېواده خوندي وتلي دي.

 په لبنان کې د چين سفارت کارکوونکي به خپلو دندو ته دوام ورکړي.