چين د پورتګال، يونان، قبرس او اسلاونيا خلکو ته له ويزې پرته د سفر اجازه ورکړه
CMG2024/10/02 15:06:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۳۰مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يې د هغو هېوادونو شمېر زيات کړی، چې ملکي وګړي يې کولی شي، له ويزې پرته چين ته سفر وکړي.

نوموړي ويلي، اوس د پورتګال، يونان، قبرس او اسلاونيا عادي پاسپورټ لرونکي کولی شي، چې د ۲۰۲۴ د اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د سوداګرۍ، سيلانۍ او چکر په پار چين ته بې له ويزې ۱۵ ورځني سفرونه وکړي.

لين جيان له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د چينايانو لپاره د ويزو اسانتياوې برابرې کړي.