د افغانستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر په ۲مې نېټې يوې اعلاميې کې پر لبنان، سوريې او يمن د اسرائيلي ځواکونو بريدونه غندلي او پر لبنان د اسرائيل ځمکنی يرغل یې له نړيوالو اصولو او معيارونو سره په ټکر او د بشر ضد عمل بللی دی.
د افغانستان لنډمهالي حکومت په اعلاميې کې د سيمې او نړۍ له هېوادونوغوښتي، چې د اسرائيلي ځواکونو د تيري د مخنيوي لپاره جدي او ګډ اقدام وکړي او د دوامدار چېلنج د هواري لپاره دې لارې چارې ومومي.