د جرمني مشرانو د چين پر برېښنايي موټرو د ګمرکي تعرفو له زياتولو سره مخالفت ښودلی
CMG2024/10/03 14:28:41
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولاف سچولز د اکتوبر په دوهمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه به له چيني مشرانو سره خبرې وکړي او د دولتي مرستو پر ضد د چين له برېښنايي موټرو څخه د لنډ مهالو ګمرکي مالياتو د اخيستلو په اړه د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ کړکېچ حل کړي.

د جرمني ماليې وزير کريستيان لينډنر په همدې ورځ له خپل هېواده غوښتي، چې د اکتوبر په ۴مې نېټې د يادې مسئلې په اړه د اروپايي ټولنې په رايګيرۍ کې د مخالفت رايه وکاروي. نوموړي د اروپايي ټولنې د يادې مسئلې وړانديز ناسم بللی او ويلي يې دي، له چين سره په سوداګريزې جګړې کې د اروپايي موټرونو پر صنعت منفي اغېزې د ممکنو ګټو په پرتله زياتې دي.