جو بايډن: امریکا د ايران پر اټومي تجهيزاتو د اسرائيل له بريد څخه ملاتړ نه کوي
CGTN2024/10/03 10:28:14
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اکتوبر په ۲مې نېټې ويلي، چې هېواد یې د ايران پر اټومي تجهيزاتو د اسرائيل له بريد څخه ملاتړ نه کوي.

اسرائيل د ايران پر اټومي تجهيزاتو  بريد د دغه هېواد توغنديز بريد ته د ځوابي اقداماتو يوه برخه بللې ده.

جو بايډن په همدې ورځ د دې هېواد جنوبي کارولينا ايالت او شمالي کارولينا ايالت د هېلېني(Helene)   توپان ځپلو سيمو  ته ورغلی او اړوندو ادارو ته یې د دغو سیمو د بیارغونې په اړه لارښوونه کړې ده.

نوموړي له توپان ځپلو سیمو څخه تر لېدنې وروسته رسنيو ته ويلي، چې امريکا د ايران پر اټومي تجهيزاتو د اسرائیل له بريد څخه ملاتړ نه کوي، خو له اسرائيل سره به د نورو ځوابي تدبيرونو د نیولو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.

جو بایډن پر اسرائيل د ايران بريد افراطي بللی او په خبره یې، د جي اووه  ډله (G7) به پر ايران بنديزونه ولګوي.