چين د لبنان او اسرائيل او د ايران او اسرائيل ترمنځ د روان وضعيت په اړه دريځ څرګند کړ
CGTN2024/10/03 14:41:54
شريکول:

اسرائيل د اکتوبر په لومړۍ نېټې د لبنان په جنوب کې ځمکني پوځي عمليات ترسره کړي او ګڼ غبرګونونه یې راپورته کړي دي او په ورته مهال، ايران بيا د همدې مياشتې په دوهمې نېټې پر اسرائيل توغندي توغولي دي.

د چين بهرنیو چارو وزارت رسنيو ته په يوې استول شوې اعلاميې کې د منځني خيتځ پر وضعيت اندېښنه ښودلې او  له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له لويو هېوادونو څخه يې غوښتي،‌ چې د وضعيت د لا کړکېچن کېدو مخه ونيسي.

چين په غزې تړانګې کې روان جنګ د منځني ختيځ د کړکېچونو اصلي لامل بللی او د شخړې له ښکېلو لوريو  يې غوښتي، چې سمدستي په غزې تړانګې کې بشپړ او دايمي اوربند وکړي.