د سرحدي سوداګرۍ او سيلانۍ ۲۵م نندارتون د اکتوبر په لومړۍ نېټې د چين د يون نان ولايت په شي شوانګ بان نا سیمه کې پرانيستل شوی، چې د همدې مياشتې تر ۷مې نېټې پورې به دوام ولري.
دغه نندارتون کې ۲۳۰ نندارځي پرانيستل شوي، چې پکې ۱۴۹ کورنيو او بهرنيو شرکتونو خپل توکي نندارې او پلور ته وړاندې کړي دي.
په نندارځيو کې د شي شوانګ بان نا، ده هونګ، هونګ هه او ون شان په شمول د یون نان ولایت د ګڼو سیمو ځانګړي توکي هم نندارې ته وړاندې شوي دي.