چين د پرمختيايي هېوادونو لپاره د مادي او نظري الهام سرچينه ده
CMG2024/10/03 10:57:48
شريکول:

د چين پرمختګ په بشپړه توګه سوله ييز او له نورو هېوادونو سره د اړيکو د پر بنسټ استوار دی. چين د نورو هېوادونو له ځپلو او جګړو پرته له سوله ييزې لارې د چټکې اقتصادي ودې شونتيا وښوده.

دا له شک پرته حياتي چاره ده، ځکه کله چې چين د نړۍ لوړ عايد لرونکي اقتصاد بدليږي، چې د نړيوال بانک د وړاندوينې له مخې به دا چاره په هغه صورت کې چې د اسعارو بیې په شته حالت کې پاتې شي، دوه يا درې کاله وخت ونيسي؛ نو به لا هم دوه پر درېيمه برخه هېوادونه د پرمختيايي هېوادونو په کتار کې وي او چين ته بويه چې د بشريت دغه برخې ته هم د پرمختيايي معيارونو پر ځای داسې امکانات برابر کړي چې ښه عوايد ولري.

چين په دوو دلايلو په دې برخه کې خورا مهم دی. لومړی، دا چې چين تر ډيره بريده لوی مخ پر ودې هېواد دی. پر همدې اساس دغه هېواد په ټوله کې نړيوال اقتصاد ته او په ځانګړي ډول د نړۍ پرمختيايي هېوادونو ته يو محرک دی.

دويم دا چې د چين د بريالي انکشاف درس، پر څېړنو او پراختيا لويه پانګونه، پر زيربناوو لويه پانګونه، په صنايعو کې د چين بر لاس او د لوړ کيفيت توليدي ځواک هغه څه دي چې ډير هېوادونه یې ترلاسه کول غواړي.

چين اوس یو لوی پرمختيايي هېواد دی. دغه هېواد به ډېر ژر پر لوړ عايد لرونکي هېواد بدل شي. د چين تګلاری هغه مسير دی چې بايد د پرمختيايي هېوادونو له لوري تعقيب شي. له همدې کبله هغه څه چې چين یې کوي د مادي او نظري الهام سرچينه یې بللی شو.

نړۍ په تاريخ کې د تر ټولو ستر بدلون مرحلې ته ننوځي. زرغونه انرژي یې يوه بېلګه ده چې په نړيوال اقتصاد کې یې د شلمې پېړۍ په پيل کې پر برېښنا او تېلو د ډبرو سکرو تر بدليدو وروسته د ستر بدلون په توګه يادونه کولی شو. دا ځل نړۍ په بشپړه توګه يو متفاوت شی تجربه کوي او هغه نوې کېدونکې انرژي ده. چين د دې بدلون په هسته کې واقع دی، ځکه دغه هېواد په نړۍ کې د زرغونې انرژۍ د توليد سرلاری دی. د دې مانا دا ده چې د چین اقتصاد به په مختلفو برخو کې او په مختلفو بڼو له نورو اقتصادونو سره ښکېل شي.