بهرنيو مشرانو رئیس شي جين پينګ ته د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې
CMG2024/10/04 10:50:33
شريکول:

د نړۍ د ګڼو هېوادونو، ګوندونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو د ټلېفوني اړيکو او پيغامونو له لارې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې ده.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون، د جنوبي افريقا ولسمشر ماتامېلا سيريل رامافوسا، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د تايلنډ پاچا ماها واجيرالونګکورن، د ماليزيا پاچا سلطان ابراهيم سکندر او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په شمول د لسګونو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو رئیس شي جين پينګ ته د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې ده.