په لبنان کې ۲۸ طبي کارکوونکي وژل شوي
CMG2024/10/04 10:07:37
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په ۳مې نېټې خبري رسنيود ته ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په شخړو کې ۲۸ طبي کارکوونکي وژل شوي دي.

د یاد نړیوال سازمان عمومي مدیر تډريس ادهانوم ویلي، ډېری طبي کارکوونکي د اسرائيلي ځواکونو د بمباریو له امله له خپلو کاري ځایونو څخه وتلي او په روغتونونو کې کافي کارکوونکی نشته، چې د ټپيانو درملنه وکړي.

نوموړي ويلي، روغتیا نړیوال سازمان د الوتکو  پروازونو د محدوديتونو له امله نشي کولی، چې د پلان له مخې، د اکتوبر تر ۴مې نېټې لبنان ته طبي مواد ولیږي.