چيني پلاوي د اسيا د همکارۍ ډيالوګ په درېیمې غونډې کې ګډون وکړ
CGTN2024/10/04 11:05:41
شريکول:

د اسیا د همکارۍ ډيالوګ درېیمه غونډه د قطر په پلازمېنې دوحې کې د دغه هېواد د امير تميم بن حمد ال ثاني په مشرۍ د سپورټي ډيپلوماسۍ په عنوان ترسره شوه.

په دغې غونډې کې د اسيا د همکارۍ ډيالوګ د اوسني رئيسه هېواد ايران او راتلونکي رئيسه هېواد تايلنډ په شمول د ۳۳ غړيو هېوادونو استازو ګډون درلود او د چین د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال جو يونګ شين هم پکې د يوه پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و.

جو يونګ شين يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، اوسمهال نړيوال وضعيت له ډېرو سختو بدلونونو سره مخ دی او د اسيا د همکارۍ ډيالوګ له غړيو هېوادونو یې غوښتي، چې د ستونزو پر وړاندې متقابل سياسي اعتماد ژور او د پرمختګ خوځنده ځواک ټينګ کړي،‌ د نظریو تبادلې زياتې کړي او يو سوله ييز،‌ خوندي،‌ سمسور،‌ ښکلی او دوستانه اسيايي کور جوړ او د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.

نوموړي ويلي، چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د سپورټي ډيپلوماسۍ رول ولوبوي، يووالی به وساتي، د اسيا د عصري کېدو بهير ته به وده ورکړي او په ګډه به ورسره د اسيا ‌ښکلی راتلونکی جوړ کړي.