د سربيا ولسمشر الکسندر وچيچ د اکتوبر په درېيمې نېټې د هنګري او سربيا ترمنځ د رېل پټلۍ له سوبوټيکا سټېشن څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغې پروژې چيني جوړونکي ستايلي او له چيني کارکوونکو پرته يې د يادې چارې چټک پرمختګ ناشونی کار بللی دی.
نوموړي په اورګاډي کې د هنګري او سربيا ترمنځ د رېل پټلۍ پروژې د عمومي وضعيت او د نيوپلانتا او سوبوتيکا ترمنځ د پټلۍ د ازموينې په اړه معلومات ترلاسه کړي او د چين د رېل پټلۍ جوړونکو د مؤثريت، د پروژې کيفيت او د عملي کوښښونو لوړه ارزونه يې کړې ده.