د فلسطين روغتيا وزارت د اکتوبر د درېيمې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په شمال کې د تولکرم د کډوالو پر پنډغالي هوايي بريد کړی او لږ تر لږه ۱۸ فلسطينيان يې وژلي دي.
د اردن سيند د لوېديځې غاړې يوې امنيتي سرچېنې خبريالانو ته ويلي، چې اسرائيلي جنګي الوتکو د تولکرم د کډوالو په پنډغالي کې پر يوې قهوې خانې هوايي بريد کړی او په خبره یې، ښايي د مرګژوبلې په شمېر کې زياتوالی راشي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو د اکتوبر په ۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې له استخباراتي ادارې سره په ګډې همغږۍ پر تولکرم بريد کړی دی.