چین: د ترهګرۍ ضد په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ رول باید خوندي او نور هم زيات شي
CGTN2024/10/04 14:36:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۳مې نېټې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اړوند پرېکړه لیکونه او » د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ستراتيژي « پلي کړي، د امنيت شورا د تور لېست پر ترهګريزو سازمانونو او ترهګرو  باید بريدونه وکړي او د ترهګرۍ ضد په نړيوالو چارو کې باید د ملګرو ملتونو د همغږۍ رول خوندي او نور هم ټينګ کړي.    

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شپږمې کمېټې په همدې ورځ د نړیوالې ترهګرۍ د پاکولو تدبيرونو په عنوان غونډه ترسره کړې ده.

 ګنګ شوانګ يادې غونډې ته د نړیوالې ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه څلور وړانديزونه کړي دي:

۱.ملګري ملتونه دې  پر څواړخيزو همکاریو ټينګار وکړي.

۲.پر نړیوالې قانوني ادارې دې ټينګار ولري.

۳.ملګري ملتونه دې د مجموعي تګلارو پر پلې کولو ټينګار وکړي.

۴.ملګري ملتونه دې د اغېزو  پر پياوړتيا ټينګار ولري.