چين په منځني ختيځ کې د جنګ د مخنيوي په پار څلور غوښتنې کړي
CGTN2024/10/04 11:05:12
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اکتوبر په دوهمې نېټې په امنيت شورا  کې د لبنان او اسرائيل د وضعيت په اړه بېړنۍ غونډې ته ويلي، چې امنيت شورا دې بېړنی اقدام وکړي او په منځني ختیځ کې د شخړې د خورېدو او سختېدو د مخنيوي په پار دې له ښکېلو هېوادونو څخه څلور غوښتنې وکړي.

نوموړي ويلي، ښکېل لوري دې په غزې تړانګې کې اوربند وکړي،‌ د لبنان او اسرائيل ترمنځ‌ وضعيت دې سمدلاسه ارام کړي، د جنګ د پراخېدو مخنيوی دې وکړي او  د سياسي او ډيپلوماتيک حل په لوري دې ګامونه پورته کړي.