د سربيا ولسمشر: زموږ هېواد به د چين مرستې تل په ياد ولري
CMG2024/10/05 15:24:23
شريکول:

د سربيا ولسمشر الکساندر وچيچي د اکتوبر په څلورمې نېټې د هېواد په ګورنجي ملانواچ کې د چينايي تصدۍ په مرستې سره د جوړ شوي سړک د پرانيستلو په مراسمو کې ويلي چې که چينايي تصدۍ نه وي، نو شونې نه وه چې دغه پروژه بشپړه شوې وی. دقیقاً چې زموږ هېواد به د چين مرستې تل په ياد ولري.

 د معلوماتو له مخې د ياد سړک اوږدوالی نهه اعشاريه څلور کيلو متره دی چې د چين د سي پي سي سي شرکت له خوا جوړ شوی دی.

ولسمشر وچيچي په دې مراسمو کې ويلي چې دغه سړک له لوړو معيارونو سره سم جوړ شوی او د ځايي اقتصادي پرمختګ او د پانګونې راجلبولو لپاره يې بنسټ اېښودلی چې همدا به د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټور ګام وي.