په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۴مې نېټې د نورډ سټريم د طبيعي ګاز نلليکې د مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې د چين هيله څرګنده کړې، چې اړوند هېوادونه له روسيې سره د نظريو تبادلې او همکارۍ وکړي او اړوندې پلټنې ته سياسي رنګ ورنه کړي.
ګنګ شوانګ ويلي، چې دوه کاله مخکې د نورډ سټریم د طبيعي ګاز نلليکې چاودنه شوې او ټوله نړۍ په دې اړه حيران شوې ده. له تېرو دوو کلونو راهيسې د چين په شمول د امنيت شورا يو شمېر غړيو هېوادونو څو څو ځلې غوښتنې کړې، چې په عيني، عادلانه او مسلکي ټوګه پلټنه تر سره شي، څو ژر تر ژره حقيقت ته رڼا ورکړي او بريدګر محاکمه شي.