د ټول بهیر ولسي ډیموکراسي د چین د سترو بریالیتوبونو تضمین جوړوي
CMG2024/10/05 14:51:03
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چین  ولسي جمهوریت د تاسیس د ۷۵مې کلیزې نمانځغونډې ته ویلي، چې د چین کمونېست ګوند د هېواد د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي، چې په پايله کې يې د هېواد اقتصاد ګړندی پرمختګ کړی او د ټولنې دایمي ثبات یې ښې لاسته راوړنې لري.

د انسانانو پرمختګ تاریخ ته په کتو، په ګردې نړۍ کې د چين په څېر هېواد چې په لسګونو کلونو کې یې سمسوره ټولنه جوړه کړې، او خلک یې نېکمرغه ژوند لري، ډېر لږ تر سترګو کېږي.

ولې چین دغه بریالیتونه ترلاسه کړي؟

ډېرو بهرنیو شنونکو د چين د ډیموکراتیک سیاست او د هېواد ادارې په اړه څېړنې کړې او دغه ټکي ته رسېدلي، چې د چين حکومت خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکوي او د ټول بهیر ډیموکراسۍ نظام یې غوره کړی دی. 

د چین په اساسي قانون کې هم ويل شوي، چې د چین ولسي جمهوریت ټول حقونه د خلکو په لاسونو کې دي. د چین ولسي جمهوریت د ملي ولسي کانګرېس او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس په شمول یو لړ سیسټمونه جوړ کړي او د خپل هېواد د ادارې په برخه کې يې د خلکو حقونه ساتلي دي. 

د چین ډیموکراسي ۷۵ کاله مزل کړی، خو اوسنی حالت یې څنګه دئ؟

د چین د ملي ولسي کانګرېس استازي او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي د هر کال په مارچ میاشت کې په پلازمېنې بېجینګ کې حکومت ته د ملکي وګړیو اواز رسوي او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره وړاندیزونه کوي.

د چین په ګوټ ګوټ کې د قانون جوړونې شاوخوا ۶ زره دفترونه جوړ شوي، چې له مخې يې چیني اتباع کولی شي، د هېواد په قانون جوړونه کې مستقیم ګډون وکړي. د چین د ښارونو او ولسوالیو، علاقه داریو او کلیو ملکي وګړي په مشورو کارونه ترسره کوي.

چیني شکله ډیموکراسۍ نه یوازې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په عمومي تګلارو کې، بلکې د وګړیو پر ژوند يې هم پراخې اغېزې کړې دي.

په تېره بیا د چین کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، دغه ګوند د دیموکراتیک سیاست د پرمختګ په اړه لا نور ژور پوهاوی او پېژندنې پيدا کړې او د ټول بهیر ډیموکراسي نظریې یې وړاندې کړې او د نړیوالو ډېر د پاملرنې وړ دي. 

د اصلاحاتو د بشپړې ژورتیا او د چین شکله عصري کېدو بهیر د پرمخ بېولو په اړه د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېتې هغه پرېکړه چې د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې تصویب شوې، د دې پرېکړې د رامنځته کېدو بهیر د ډیموکراسۍ ښکارندويه ده، د اړوندو مالوماتو د راغونډېدو په بهیر کې له ګڼ شمېر خلکو څخه پوښتنې شوې، د ښکېلو خواوو د وړاندیزونو اورېدلو په پار یو لړ مباحثوي ناستې جوړې شوې او د خلکو استازو د وړاندیز سره سم تعدیل شوې دي. له دې څخه ښکاري، چې د چین ټولې مهمې پرېکړې د مقرراتو له مخې، د دیموکراتیکو مشورو او رایګیرۍ له لارې شوې دي. 

 د ايټالیې د نړیوال ګروپ رئیس ګیانکرلو والوري ویلي، چې د چین دیموکراسي د خلکو په منځ کې بنسټ لري، اوس چین له حیاتي ځواک څخه برخمن دی او د نړۍ له پياوړیو هېوادونو څخه دی، ترې ښکاري چې د چین دیموکراتیک نظام موثر او اغېزناک دی. 

ویلي شو چې د چین ټول بهیر ډیموکراسي نظام نړۍ ته الهام رسولی. مخ په زیاتېدو نړیوال پوهېدلي چې دیموکراسي نه یوازې د لوېديځو هېوادونو هغه شکل لري، دیموکراسي د مختلفو هېوادونو د خلکو حقونه دي او باید د خلکو ستونزې لرې کړي. 

د چین کمونېست ګوند د خپل هېواد د رښتینو حالاتو سره سم د چیني شکله دګډیموکراسي جوړه کړې او خلکو ته یې واقعي ګټې او حقونه رسولي دي.