د مصر د بهرنيو چارو وزير بدر عبدالعاطي د اکتوبر په څلورمې نېټې له خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان سره د لبنان د وضعيت او په منځني ختيځ کې د اسرائيلي ځواکونو د پوځي عملياتو د زیاتېدو په باب بحثونه وکړل.
د مصر د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي چې دواړو وزيرانو پر لبنان د اسرائيل پر بريدونو نيوکې کړې او هېوادونه به يې پر فلسطينيانو او لبنيانو د بريدونو د خطرونو د له منځه وړلو لپاره يو له بل سره همغږي او خپلو هڅو ته به ادامه ورکړي.
دواړو خواوو پر دې ټینګار کړی چې بېړنۍ دنده دا ده چې اړوندې خواوې دې د لبنان له خلکو سره هر ډول مرستې وکړي، چې لبنان او دولتي ارګانونه به يې خپلې دندې پر غاړه واخلي او ملي حاکميت به خوندي وساتي.