د افغانستان د مسئلې د حل وفصل په پار د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه د اکتوبر په څلورمه نېټه د روسيې په پلازمېنې مسکو کې تر سره شوه.
د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د غونډې ګډونوالو ته ويلي چې د افغانستان ټولنيز او اقتصادي حالات لا هم سخت دي، نو نړيواله ټولنه دې ورسره مرستو ته ادامه ورکړي او بشري مرستو ته دې له سياسي رنګ ورکولو ډډه وکړي. د دې ترڅنګ هغه پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی چې پر افغانستان بنديزونه لرې کړي او بېرته افغانستان ته کنګل شوې شتمنۍ یې ورکړي.
د معلوماتو له مخې د روسيې، چين، تاجکستان او ازبکستان په شمول د ځينو هېوادونو استازو او د افغانستان سرپرست حکومت پلاوي په دې غونډه کې ګډون کړی و.