چين د برېښنايي موټرو پر وړاندې د اروپايي ټولنې له درنو مالياتو سره کلک مخالفت ښودلی
CGTN2024/10/05 14:32:41
شريکول:

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو استازو د اکتوبر په ۴مې نېټې د اروپايي کمیسيون هغه طرح تصويب کړې، چې له مخې يې د چين له برېښنايي موټرونو څخه د دولتي مرستو ضد ماليات واخلي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه ويلي، چې د اروپايي ټولنې ياده کړنه پروټېکشنيزم دی او له عدالت، مقرراتو او معقولو اقداماتو څخه سرغړونه ده. چين ورسره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

د هغه په خبره، همدارنګه اروپايي ټولنې داسې سیاسي غوښتنه هم څرګنده کړې، چې د مذاکراتو له لارې مسئلې حل کړي. له دې امله به د چين او اروپايي ټولنې پلاوی د اکتوبر په ۷مې نېټې مذاکراتو ته دوام وکړي.