د نوي چین له تاسیس راهیسې د نړۍ ګډ برخلیک ټولنې ابادۍ ته هڅې روانې دي
CMG2024/10/06 15:04:25
شريکول:

د نوي چين د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې دغه هېواد د ۳ رولونو د لوبولو له لارې د نړۍ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړې او کوي يې.

په وروستيو کې د منځني ختيځ وضعيت لا ترينګلی شوی چې همدا د نړيوالې ټولنې د اندېښنې د ډېرېدو سبب شوې ده. د اکتوبر په دوهمې نېټې په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي په دې سيمه کې د اوربند لپاره نوې هڅې کړې چې اړوندې خواوې دې په څلورو برخو کې چارې ترسره کړي. دا د نړيوالو شخړو او کشالو د له منځه وړلو لپاره د چين د دايمي دريځ ښکارندويي کوي چې د سوله ييزو خبرو اترو او سیاسي لارو چارو له لارې دې روان کړکېچ حل کړي.

چین چې پنځه زر کلن تمدني تاريخ لري، تل پر سولې ټينګار لري. د نوي چين د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې دغه هېواد د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتیکو تګلارو ټينګار کړی، په سوله کې د ګډ ژوند اصول يې اجرا کړي او تل د نړيوالې سولې بنسټ اېښودونکی، د نړيوال پرمختګ خادم او د نړيوال نظام ساتونکی دی او هم د سولې او پرمختګ په پار د عصري کېدو په لور روان دی.

اوس جيوپوليتيک سياسي کشالې مخ په ډېرېدو دي او د نړيوال پرمختيايي کسر د زياتېدو په عين وخت کې نړيوال نظام هم له ننګونې سره مخ دی. اوس پوښتنه دا ده چې څه ډول نړۍ به جوړه شي او څنګه دغه نړۍ اباده شي؟ چين دغې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړی چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې اباده شي. د برازيل پخواني ولسمشره ديلمه روسيف په دې اند ده چې دغه مفکوره په سوله کې د ګډ ژوند د اصولو سره زياته شوې برخه ده او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ لپاره يې لارښوونه هم ده.

د روسيف له ارزونو څخه د چين او نړۍ د ګډ برخليک لومړي مهم ټکي ښکاري چې چين تل د نړيوالې سولې بنسټ اېښودونکی دی. د نوي چين د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې يې هېڅکله يوه جګړه او کشاله نه وه پيل کړې او پر نورو هېوادونو يې تېری نه و کړی. د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې چين په سوله کې د ګډ ژوند پنځه ماده‌ییز اصول وړاندې کړي چې دا هم د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او د نړيوالو قوانينو اصول ګرځېدلي دي. دغه راز چين په فعاله توګه د ډېرو سترو نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې.

په ۲۰۲۲ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نړيوال امنيت وړانديز کړی چې د امنيتي مسئلو د حل و فصل او د دايمي سولې د لټولو لپاره يې بنسټيز اصول برابر کړي دي. حقيقتونه د دې ښکارندويي کوي چې هر کله چين پرمختګ موندلی، په نړۍ کې سوله ييز ځواکونه لا قوی شوي دي. سرمنشي انتوني ګوترېش په ارزونو سره ويلي چې د چين سوله او پرمختګ په انساني تاريخ کې سترې چارې دي او د ټولو انسانانو د سولې او ترقۍ لپاره ګټور دي.

سوله د پرمختګ مخکنی شرط دی او پرمختګ د سولې بنسټ هم ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د اجنډا له مخې په نړۍ کې زياتره تودې مسئلې پر پرمختيایي سيمو پسې تړاو لري. که موږ يوازې ګډ پرمختګ وکړو، نو د کشالو سرچينه به له منځه يوسو. چين تل د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی دی او په دې برخه کې يې ډېرې هلې کړې او کوي يې.

په ۲۰۲۱م کال کې چين د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی و. تراوسه پورې څه باندې سلو هېوادونو او شلو نړيوالو سازمانونو له دې وړانديز څخه ملاتړ ښودلی او ۸۲ هېوادونو د دې وړانديز په ګروپ کې ګډون کړی چې په نړۍ کې د ګډ پرمختګ لپاره ځواکونه په پر له پسې توګه لا غښتلي شوي دي.

د سولې ساتنه او د پرمختګ پرمخ بېول عادلانه او معقوله نړيوال نظام ته اړتيا لري. په ۱۹۴۵م کال کې چين د نورو هېوادونو نه مخکې د ملګرو ملتونو د منشور کې د هېواد نوم ليکلی و. د نوي چين تر جوړېدو وروسته دغه هېواد تل د نړيوال نظام د ساتلو لپاره کوښښ کړی او په دې برخه کې ساتونکی ګرځېدلی دی.

په ډېرو څو اړخيزو ميکانيزمونو کې چين تل له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ کړی او د دوی د ستونزو د لرې کولو لپاره يې ورسره مرستې کړې دي. د مالاوي ولسمشر لازاروس ماکارسي چاکويرا ويلي چې چين په واقعي توګه د پرمختيایي هېوادونو اړتياوو ته پاملرنه کوي.