د مصر د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مصر لبنان ته ٢٢ ټنه بشري مرستې لېږلې دي.
په یاده اعلاميه کې ويل شوي چې په مرسته شویو توکو په دې جوپه کې طبي توکي، د ورځني ژوند لومړني توکي او نور مواد شامل دي. هغه الوتکه چې دغه توکي پکې بار و په همدې ورځ د لبنان د پلازمېنې بيروت په هوايي ډګر کې ښکته شوه. دا اقدام د مصر د ولسمشر السیسي د لارښوونې له مخې شوی چې د اسرائیلو د بریدونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره د لبنان ملاتړ کوي.