د روسيې خارجه وزير: مقابله او زورواکي غوښتنه هېڅ نړيواله مسئله نه شي حلولای
CGTN2024/10/06 10:47:07
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د اکتوبر په ۴مه نېټه په نړیوال سياست کې د روسيې نوم مجله کې په  خپره شوې مقاله کې ويلي چې مقابله او د زورواکۍ غوښتنه هيڅ نړيواله مسئله نه شي حلولای.

د لاوروف په خبره، مقابله او د زورواکۍ غوښتنه به د څواړخيزې نړۍ د نظامونو د جوړونې په بهير کې خنډونه اچوي.

 ده ویلي چې څواړخيزه نړۍ به پر دې بنسټ جوړه شي، چې د لويو او کوچنيو هېوادونو حقونه مساوي او د عدالت پر بنسټ وي او د بېلابېلو هېوادونو خلک خپل برخليک په خپله وټاکلی شي.  

د نوموړي په اند، اوس د اسيا، افريقا او لاتينې امریکا د نړيوالو سازمانونو رول، لکه د شانګهای همکارۍ سازمان، د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد او د افريقا اتحاد، پياوړی شوی.