د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اکتوبر په ۵مه نېټه په یوه ځانګړې مرکه کې اسرائیلو ته د غزې په تړانګه کې د جګړې لپاره د وسلو د ورکولو د بندولو غوښتنه وکړه.
ماکرون د فلسطین او اسرائیلو د شخړې په اړه وویل، اوس ترټولو مهمه دا ده چې سیاسي حل انتخاب کړي او اسرائیلو ته دې د غزې په تړانګه کې د جګړې لپاره د وسلو ورکول بند شي. هغه زیاته کړه چې فرانسه دا ډول وسلې نه ورکوي.