د سوريې پوځ د اکتوبر په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد پر مرکزي سیمو هوايي بريدونه کړي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په ۶مې نېټې د شپې په ۸ بجو او ۵ دقيقو د لبنان له شمال څخه د سوريې په مرکزي سیمو کې پر ځينو پوځي ځايونو هوايي بريدونه کړي دي.
ځايي رسنيو ويلي، د روانې مياشتې د ۶مې نېټې په شپه د دغه هېواد په مرکزي هومز ولايت کې د لويو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د سوريې هوايي دفاعي سيسټم د توغنديو د شنډولو هڅه کړې ده.
سر بېره پر دې، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ په هومز ولایت کې پر ۳ مرستندويه موټرونو هم بريدونه کړي دي.