د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اکتوبر په شپږمې نېټې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نېتانياهو سره په ټلېفوني خبرو کې د منځني ختيځ د وضعيت په اړه بحث کړی او باور يې ښودلی، چې په سیمې کې د اوربند فرصت را رسېدلی دی.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د همدې ورځې په شپه په يوې مطبوعاتي اعلاميې کې ويلي، چې ماکرون له نېتانياهو سره ټلېفوني خبرو کې په صادقانه رويې او متقابلې دوستۍ ته په درناوي د منځني ختيځ د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو د نظريو د توپيرونو شتون منلی او د متقابل تفاهم هيله يې ښودلې ده.