په پاکستان کې د چين سفارت د اکتوبر په ۷مې نېټې ويلي، چې د تېرې ورځې په شپه د سيند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د يوه چيني شرکت د موټرو پر کاروان ترهګریز برید شوی، چې له امله یې ۲ چينايان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
يادو چينايانو د پاکستان په سیند ایالت کې د قاسم په نوم برېښنايي شرکت کې دندې ترسره کولې.
په ياد بريد کې لسګونو پاکستانيانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
په پاکستان کې د چين سفارت د دغه ترهګریز برید سخته غندنه کړې او د دواړو هېوادونو پر وژل شويو کسانو يې خواشيني او د دوی له کورنيو او خپلوانو سره يې خواخوږي ښودلې ده.
په پاکستان کې د چين سفارت ويلي، د پاکستان له اړوندو ادارو سره يې د دغې پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي.