ايران پر ملکي پروازونو بنديز پای ته ورساوه
CMG2024/10/07 10:38:34
شريکول:

د ايران مهر اژانس د اکتوبر د ۷مې نېټې په سهار وختي د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې د وياند په قول خبر ورکړی، چې په ایران کې پر ملکي پروازونو بنديز لغوه شوی او د اکتوبر د ۶مې نېټې د شپې له ۱۱ بجو وروسته ټول پروازونه بيا اعاده شوي دي.

د ايران د ملکي هوايي چلند ادارې د اکتوبر په ۶مې نېټې اعلان کړی و، چې د همدې نېټې د شپې له ۹ بجو څخه د ۷مې نېټې د سهار تر ۶ بجو پورې به له ځينو هوايي ميدانونو څخه پروازونه نه کېږي او مسافرو ته به یې جبران ورکړي.