ولکسواجن ګروپ: د جرمني حکومت بايد پر چيني موټرو د زیاتو ګمرکي تعرفو لګولو سره مخالفت ته دوام ورکړي
CMG2024/10/07 10:45:16
شريکول:

د جرمني د ولکسواجن ګروپ (Volkswagen Group) د تنظيم ادارې مشر اوبومو د اکتوبر په ۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، د اروپايي ټولنې هغه پرېکړه، چې غواړي پر چيني برېښنايي موټرو زياتې ګمرکي تعرفې ولګوي، د جرمني د موټرو پر توليدي صنعت به سختې منفې اغېزې وکړي.

اوبومو د خپل هېواد له حکومته غوښتي، چې په اروپايي ټولنې کې له يادې پرېکړې سره د مخالفت پر څرګند دريځ ټينګار ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، د جرمني ګڼ شمېر موټرونه چين ته صادريږي او په چارو کې يې ډېر شمېر خلک دندې ترسره کوي.

اوبومو هيله ښودلې، چې اروپايي ټولنه له چين سره د خبرو اترو له لارې يوې هوکړې ته ورسیږي او د ستونزې د هواري لپاره هڅې او پلان جوړ کړي.