چین: امنیت شورا د جیوپولیټیک تقابل او ډله ییز سیاست د جګړې په ډګر نه شي بدلېدای
CMG2024/10/08 14:12:00
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۹مې عمومي اسمبلۍ د اکتوبر په اوومې نېټې (د م.م د مهمو غونډو د پایلو تطبیق او د م.م د سیسټم پیاوړتيا او سمون) په عنوان غونډه ترسره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازې فو څونګ یادې غونډې ته ويلي، چې هېواد یې د څو اړخيزم ټينګ ملاتړ کوي او په دې اند دی، چې د ملګرو ملتونو رول باید ټينګ وساتل شي.

نوموړي ويلي، چين به له ټولو خواوو سره د ملګرو ملتونو د مثبت رول ملاتړ ته دوام ورکړي، د ((راتلونکي تړون)) سياسي ژمنې عملي کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.

فو څونګ ویلي، د ملګرو ملتونو په سرمشریزې کې ((راتلونکی تړون)) تصویب شوې، چې له مخې به یې یووالی او همکارۍ پیاوړې شي، نړیواله اداره به ښه او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د هڅو لارې به روښانه شي.

نوموړي پر پرمختللو هېوادونو غږ کړی، چې له پرمختيايي هېوادونو سره په مرستو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د پانګو برابرولو کې خپل تاريخي مسووليتونه پرغاړه واخلي او په عملي اقداماتو او فنډونو سره دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.