امريکا تېر کال له اسرائیلو سره د ۱۷.۹ ميلیارډو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي
CMG2024/10/08 14:12:42
شريکول:

د امریکا برون (Brown) پوهنتون د اکتوبر په اوومې نېټې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې واشنګټن د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې له اسرائیل سره د څه باندې ۱۷.۹ میلیارډو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي او یو نوی ریکارډ يې ټينګ کړی دی.

 راپور وايي، امریکا د اسرائیل تر ټولو مهم متحد دی او له اوږدې مودې راهیسې وسلې او تجهیزات ورکوي.