د مصر بهرنيو چارو وزير بدرعبدالاتي او د ايران بهرنيو چارو وزير عباس اراقچي د اکتوبر په ۷مې نېټې د منځني ختيځ د وضعيت او په تېره بیا د لبنان او غزې تړانګې د وروستي وضعيت په اړه ټېليفوني خبرې کړي او نظرونه یې تبادله کړي دي.
دواړو سیالانو په منځني ختیځ کې د وضعیت د لا سختېدو مخنيوی ډېر مهم بللی دی.
بدر عبدالاتي د سيمه ييز وضعيت پر سختېدو او پراخېدو ژوره اندېښنه ښودلې او دا یې اړينه بللې، چې د شخړې ښکيلې خواوې د وضعيت د ارامولو لپاره هڅې وکړي او سړه سينه وساتي او د سيمه ييز جنګ د رامنځته کېدو مخه ونيسي.