چين د اقتصادي پرمختګ لړیزې پاليسۍ خپرې کړي
CGTN2024/10/08 15:40:12
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مشر جنګ شان جیه د اکتوبر په ۸مې نېټې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به يې د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې د نويو مسئلو د هواري په پار يو لړ نوې پاليسۍ خپرې کړي، څو اقتصاد يې مخ په ښه کېدو روان شي.

نوموړي ويلي، چين به د کورني لګښت د زياتولو، د سوداګريز چاپېريال د ښه کېدو، د کورونو د ثابتو  بیو او د اسهامو د بازار د بيا سمسورتيا لپاره يو لړ پاليسۍ خپرې کړي.