د چين په شينجيانګ سيمه کې د اکتوبر د ۷۰ مې نېټې په سهار د پي ايل اې يا د چين د ملي ولسي بښونکي پوځ د توليد او ابادۍ يونټ د جوړېدو ۷۰ مه کليزه ولمانځل شوه، چې د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، دولتي شورا او مرکزي پوځي کمیسيون ورته د ياد یونټ د ۷۰مې کليزې په وياړ د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۱۹۵۴م کال په اکتوبر کې پرېکړه وکړه، چې په شينجيانګ کې د میشتو ملي ولسي بښونکو ځواکونو ټول غړي له پوځ څخه د سیمې د نورو سکټورونو پوستونو ته وليږي او د پي ايل اې اړوند د شينجيانګ د توليد او ابادۍ يونټ دې جوړ کړي.
ياد يونټ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې خپل ماموريت ته ژمن پاتې شوی او د شينجیانګ د پرمختګ په هڅولو، د قومونو په يو موټي کولو، د ټولنيز ثبات په ساتلو او د هېواد د سرحدي سيمو په خوندي ساتلو کې يې ډېر خدمتونه کړي دي.
شي هه ځي ښار له هغو ښارونو څخه دی، چې د ياد یونټ د هڅو په نتيجه کې ډېر پرمختګ موندلی دی. دغه ښار اوس د شينجيانګ مهم کرنیز مرکز ګرځېدلی دی.
د شي هه ځي ښار یو شمېر اوسېدونکو د سي جي ټي اېڼ خبريالې ليو شين ته وويل، چې هغوی له خپل ښار او ژوند ډېر خوښ دي.